د پوهنې وزارت مالي او اداري معین زابل ولایت ته سفر وکړ
د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغتالله وصیل، زابل ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج عبدالرحمن حمیدي، د برنامو له آمرینو او یو شمېر کارکوونکو سره په یوه غونډه کې وکتل.
د غونډې په پیل کې د زابل پوهنې رئیس د مالي او اداري معین هرکلی وکړ او د پوهنې ریاست د فعالیتونو، اداري چارو او د ښوونیز بهیر په اړه یې معلومات وړاندې کړل. نوموړي د پوهنې په برخه کې د چارو لا ښه پرمختګ لپاره د همغږۍ او همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.
ورپسې، د پوهنې وزارت مالي او اداري معین وویل، چې زابل ولایت ته یې د سفر موخه د پوهنې اړوند ښارګوټي او ځمکو د وضعیت لیدنه، د اړوندو چارو ارزونه او د شته موضوعاتو له نږدې څېړل دي.
د غونډې په پای کې، د اداري چارو د ښه تنظیم، د شته ستونزو حل او د چارو د اغېزمن پرمخ وړلو په موخه، د همغږۍ او همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار وشو.
