د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئیس پکتیکا ته رسمي سفر وکړ
د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې د رئیس محترم مولوي غلامربي رباني په مشرۍ پلاوي پکتیکا ولایت ته سفر وکړ او هلته يې له پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکيل خالد او د پوهنې ریاست د اړوندو برخو له یو شمېر مدیرانو سره د همغږۍ او مشورې په غونډه کې وکتل.
په دې غونډه کې د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئیس وویل، چې د دغه سفر موخه د راپور ورکولو د اغېزمنتیا او کیفیت په اړه د ولایتي مسوولینو د نظرونو راټولول، ولایتونو ته د استول شویو څارنې او ارزونې ډلو د فعالیتونو ملاتړ، د وړاندې شویو وړاندیزونو د پلي کېدو ارزونه، د عملیاتي پلان د تطبیق بهیر څارنه او د کاري برخو ارزول دي.
د ياد ولايت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکيل خالد ورغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د هغوی سفر د پوهنيز بهير لا پیاوړتیا لپاره مهم وباله.
