د ملک د سړو اوزیاتو سړو سیمو او ولایتونو د دارالعلومونو، رسمي مدارسو او دارالحفاظونو د کلنیو ازموینو پیل په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا
د پوهنې وزارت د لایحې له مخې؛ ټاکل شوې ده، چې د زیاتو سړو سیمو او ولایتونو د دارالعلومونو، رسمي مدارسو او دارالحفاظونو کلنۍ ازموینې د لاندې مهالوېش سره سم پیل شي:
۱- د ملک د زیاتو سړو سیمو او ولایتونو د دارالعلومونو، رسمي مدارسو او دارالحفاظونو له لومړي تر درېیم ټولګي پورې کلنۍ ازموینې به د لړم/ عقرب میاشتې په ۱۰مه نېټه پیل او د همدې میاشتې تر ۱۶مې نېټې پورې به دوام ولري.
۲- د ملک د زیاتو سړو سیمو او ولایتونو د دارالعلومونو، رسمي مدارسو او دارالحفاظونو له څلورم ټولګي څخه تر څوارلسم ټولګي پورې کلنۍ ازموینې به د لړم/ عقرب میاشتې په ۱۶مه نېټه پیل او د همدې میاشتې تر ۳۰ مې نېټې پورې به دوام ولري.
# په سړو سیمو او ولایتونو کې د لاندې مهالوېش له مخې پیلېږي:
۱- د ملک د سړو سیمو او ولایتونو د دارالعلومونو، رسمي مدارسو او دارالحفاظونو له لومړي تر درېیم ټولګي پورې ازموینې به د لیندۍ/ قوس میاشتې په لومړۍ نېټه پیل او د همدې میاشتې تر ۵ مې نېټې پورې به دوام ولري.
۲- د ملک د سړو سیمو او ولایتونو د دارالعلومونو، رسمي مدارسو او دارالحفاظونو له څلورم تر څوارلسم ټولګي پورې کلنۍ ازموینې به د لیندۍ/ قوس میاشتې په ۴مه نېټه پیل او د همدې میاشتې تر ۱۹مې نېټې پورې به دوام ولري.
د پورته ذکرشویو ولایتونو د پوهنې محترمو رئیسانو، د برنامو آمرینو او د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا ټیمونو ته دنده سپارل کېږي، ترڅو په اړوندو ولایتونو کې د ازموینو له بهیر څخه په کلکه څارنه ترسره کړي.
د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست
