د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین فراه ولایت ته سفر وکړ

media-moe
Thu, Oct 29 2026 10:29 AM
2

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین د معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق په مشرۍ لوړپوړي پلاوي فراه ولایت ته سفر وکړ او هلته يې د ياد ولایت له والي، د علماوو شورا له رئیس او غړو، د استخباراتو له رئیس، د پوهنې له مسوولینو او د ولسوالیو د پوهنې له آمرینو سره په جلا جلا لیدنو کې خبرې وکړې.
په دغو لیدنو کې د پوهنې اړوندو چارو د ارزونې، د خدمتونو د ښه والي، د اداري چارو چټکتیا، د شته ستونزو د حل او د ښوونیز کیفیت د لوړولو پر لارو چارو بحث او د نظرونو تبادله وشوه. همدارنګه، د اړوندو مسوولینو ترمنځ پر همغږۍ، همکارۍ او د چارو پر اغېزمن تطبیق ټینګار وشو.
د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین د فراه ولایت د پوهنې ریاست د مرکزي هستې له کارکوونکو سره په یوه اصلاحي وینا کې د دندو پر مسوولانه ترسره کولو، د اداري اصولو او مقرراتو پر رعایتولو، د کاري نظم او ډسپلین پر پیاوړتیا، د مشرتابه د مشروع لارښوونو پر منلو، د اداري سلسله‌مراتب پر مراعاتولو، روڼتیا، حساب‌ورکولو او له مراجعینو سره پر نېک چلند ټینګار وکړ.
نوموړي څرګنده کړه چې د اداري چارو د اصلاح، کاري موخو ته د رسېدو او د خدمتونو د کیفیت لوړولو لپاره د مسوولینو او کارکوونکو ترمنځ همغږي، د اداري نظم رعایتول، د مشروع او قانوني اوامرو منل او د اخلاص او مسوولیت‌پالنې له مخې د دندو ترسره کول بنسټیز ارزښت لري.
هغه له ټولو مسوولینو او کارکوونکو وغوښتل چې خپلې دندې په اخلاص، صداقت او بشپړ مسوولیت ترسره کړي، اداري سلسله‌مراتب مراعات کړي، له خپل‌سرو کړنو او دندو په ترسره کولو کې له بې‌پروایۍ ډډه وکړي او د پوهنې په چارو کې شته ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي، ترڅو د ښوونیز نظام د کیفیت لوړولو او د خدمتونو د ښه والي په برخه کې اغېزمن ګامونه واخیستل شي.

Latest news

Sun, Oct 18 2026 2:25 PM
Background image

Minister of Education and Accompanying Delegation Visit the Directorate of Standardized Examinations and Educational Outcomes Assessment

The Minister of Education, the Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, accompanied by the Deputy Minister for Islamic Education, the Honorable Karamatullah Akhundzada, and the Deputy. . .

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS