په زابل کې یو شمېر ښوونکو لپاره روزنیزه برنامه جوړه شوه
د زابل ولایت مرکز قلات ښار اړوند ښوونځیو ۶۰ تنو ښوونکو ته د اغېزمنې ښوونې او زدهکړې ترویج تر سرلیک لاندې د ښوونې او روزنې د کیفیت لوړولو په موخه شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
په دغه برنامه کې ګډونوالو ته د اغېزمنې ښوونې د لارو چارو، د تدریسي مهارتونو پیاوړتیا، د ښوونې او روزنې بهیر ښهوالي او په درسي ټولګیو کې د نویو او اغېزمنو تدریسي طریقو پلي کولو په اړه هر اړخیزه روزنه ورکړل شوه.
