په دایکندي کې ٨ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه
د دایکندي ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو په حضور کې، د دغه ولایت د پوهنې آمرینو، د ښوونځیو مدیرانو او ښوونکو ته د «اغېزمنې ښوونې او زدهکړې ترويج» تر سرلیک لاندې اته ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه، چې ۱۰۰ تنو پکې ګډون درلود.
ټاکل شوې ده، د دغې برنامې په لړ کې ګډونوالو ته د اغېزمنې ښوونې او زدهکړې ترويج، تنوير الافکارو او د درسي پلان تطبیق په اړه مهم او عملي موضوعات وروښودل شي.
