په کندهار کې له ۸۶ راستنو شویو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه
د کندهار ولایت پوهنې ریاست په کچه له ۸۶ تنو راستنو شویو ماشومانو څخه د زدهکړو کچې معلومولو په موخه ازموینه واخیستل شوه.
یاده ازموینه په بشپړې روڼتیا او دقت ترسره شوه، څو د ماشومانو علمي کچه وارزول شي او هغوی د خپلو وړتیاوو له مخې په مناسب ټولګي کې شامل شي.
