محترم مولوي صدیقالله محسن د بادغیس ولایت د پوهنې نوي رئیس په توګه معرفي شو
محترم مولوي صدیقالله محسن د بادغیس ولایت د سیمهییزو مسوولینو، علماءکرامو، قومي مخورو او د پوهنې ریاست کارکوونکو په حضور کې، د یاد ولایت د پوهنې نوي رئیس په توګه معرفي شو.
په يادو مراسمو کې د بادغیس ولایت د مقام مرستیال د مسوولیتپذیرۍ، صداقت او اخلاص له مخې د دندو په ترسره کولو، د کارکوونکو ترمنځ پر همغږۍ او د ښوونیزو او روزنیزو چارو پر لاښهوالي ټینګار وکړ.
په ورته مهال، محترم مولوي صدیقالله محسن د پوهنې وزارت له مقام څخه د ورسپارل شوي باور له امله مننه او قدرداني وکړه او ژمنه یې وکړه چې د مسوولینو او کارکوونکو په همکارۍ به د ښوونیزو او روزنیزو چارو د پرمختګ، د ښوونیزو خدمتونو د کیفیت لوړولو او د ښوونځیو د ستونزو حل په برخه کې به هڅې وکړي.
