په پروان کې د څو ښوونځیو ترمنځ خزاني سپورټي سیالۍ پای ته ورسېدې
د پروان ولایت په مرکز کې د یو شمېر ښوونځیو د زدهکوونکو ترمنځ د خزاني دوستانه سياليو ټورنمنټ پایغونډه جوړه شوه.
په دغو سیالیو کې زدهکوونکو د تکواندو، رسۍ کشولو، رسۍ لوبې، فوټبال، والیبال او کرېکټ په ګډون په شپږو سپورټي څانګو او د منډې وهلو سیالیو کې ګډون کړی و.
یادې سیالۍ د استعدادونو د پېژندنې، د همکارۍ روحیې د پیاوړتیا او د زدهکوونکو ترمنځ د سالمې سیالۍ رامنځته کولو په موخه جوړې شوې وې، چې په پای کې ګټونکو لوبډلو ته د اتلولۍ کپونه او جایزې ورکړل شوې.
