د تلې ۱۳مه د ښوونکي نړیوالې ورځې په مناسبت د پوهنې وزارت سرپرستې آغلې رنګینه حمیدي پیغام!

بسم الله الرحمن الرحیم
لایق د درناوي دی او لایق د احترام دی
معلمه ستا مقام ته مونږ سل ځلې سلام دی
د تاریخي حقایقو له مخې بشري تجربي او علوم له یوه نسل څخه بل ته لیږدول کیږي او د هغو له برکته هره ورځ د نړی په کچه په بلابیلو برخو کې ګټور اختراعات او نوښتونه رامنځ ته کیږي، چې د انتقال د دغه ګړندی بهیر او ټولو پوهنیزو بدلونونو وسیله ښوونکی دی. ښوونکې په حقیقت کې د بشري تمدن بنسټګر، مخکښ او په نړی کې د لوړ انساني تربیت، پرمختګ او مدنیت د کاروان لارښود او بل څراغ دی. ځکه د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد(ص) خپل ځان معلم بللی او فرمایلي يي دي (انما بعثت معلما) یعني له شک پرته زه د ښوونکي په توګه رالیږل شوی یم؛ چې همدغه ستره وینا د ښوونکي لوړ موقف او دروند ټولنیز دریځ ثبوتوی.
ګرانو ښوونکو!
زه د پوهنې د وزیرې او ستاسې د خور په توګه د ښوونکي ورځ د زړه له کومې تاسو ټولو مغززو ښوونکو ته مبارکي وایم له متعال الله تعالی څخه ستاسو او ستاسو د پتمنو کورنیو د روغتیا، نیکمرغي، خوښي او بریالیتوب لپاره دعا کوم.
سږ کال ګران هیواد او پتمن میلت د کورونا له لوی بحران څخه تیر شوه. هغه ښوونکو او د دوی د کورنیو غړو ته له متعال الله تعالی څخه د مغفرت دعا کوم چې له دي مهلکې ناروغی څخه وفات شوي دي.
اوس چې ښوونځي بیرته پیل شوي دي، له ټولو درنو ښوونکو په درنښت هیله کوم چې د پخوا په شان په تعهد، مینه او پلرنی او مورنی عاطفه د هیواد نوی نسل ښووني او روزني ته توجه وکړي.
ستاسو هڅي به یو داسي نسل وروزي چې د علم، مهارت او مثبت ذهنیت په لرلو به د خپل ځان، کورنۍ، خلکو، هیواد او بشریت ته خدمت وکړي او جاري صدقه به یي تل تاستو ته رسیږي.
یو ځل بیا تاسو ګرانو او معززو ښوونکو او زده کوونکو ته خپلې بهترینې مبارکۍ او ښې هیلې وړاندي کوم.
مننه او درنښت
رنګینه حمیدي
د پوهنې وزارت سرپرسته