د ننګرهار او نورستان ولایت د پلان کارکوونکو ته روزنیز ورکشاپ پیل شو

د پوهنې وزارت_ننګرهار: د ننګرهار او نورستان ولایت د پوهنې ریاستونو د پلان مدیریت کارکوونکو ته د ننګرهار د پوهنې ریاست د کنفرانسونو په تالار کې د معیاري راپور ورکولو تر عنوان لاندې ۵ ورځنۍ روزنیز ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت له لورې د اقرا برنامې تر چتر لاندې جوړ شوی، چې د ننګرهار او نورستان ولایت د پوهنې ریاستونو د پلان مدیریتونو او همدارنګه د عمومي زده کړو او څارنې امریتونو ۲۰ تنه کارکوونکي پکې برخه لري.
د ننګرهار پوهنې ریس حسیب الله شینواري د دغه ورکشاپ په پرانستې وینا کې وویل: د ترسره شویو کړنو په اړه معیاري او پر حقایقو ولاړ راپور ورکول د اوسني مدیریت او وخت د غوښتنو اړتیا ده.
پوهنې ریس وویل څومره چې راپور معیاري او پر نتایجو ولاړ وي په هماغه کچه د یوې ادارې باور زیات او فعالیتونه او کړنې یې هم ښه منعکس کیږي.
هغه د ورکشاپ ګډونوالو ته وویل چې له دغه ارزښتناک فرصت نه په ګټه اخیستلو خپله وړتیا لوړه او په ورکشاپ کې تر لاسه کړې تجربې په عمل کې پلې کړي.