په بدخشان ولایت کې د ماشومانو نړیواله ورځ ولمانځل شوه

د پوهنې وزارت، بدخشان: د بدخشان ولایت د پوهنې ریاست له لوري او یونیسف موسسې په همکاری د ماشومانو نړیواله ورځ د یوې غونډې په تر څ کې په داسي حال کې چې، د پوهنې رییس عبدالسمیع ابدیار د کار او ټولنیزو چارو رییس، د ښځو چارو رییس، د ولایتې شورا غړو، د ښوونځیو مدیرانو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود ولمانځل شوه.
د غونډې په پیل کې د پوهنې رییس راغلو میلمنو ته د ښه راغلاست تر ځنګ وویل: ماشومان د ټولنې راتلونکی نسل دی او باید د تعلیم لپاره وهڅول شي او ملاتړ یې وشي.
د پوهنې رییس ژمنه وکړه چې د پوهنې د کیفیت لوړولو، د ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو، د ماشامانو د ښوونې لپاره یو مناسب چاپیریال رامنځته کولو او ښوونکو ته د ظرفیت لوړولو په موخه د بدخشان ولایت د شریفو خلکو او زده کوونکو والدینو په ملاتړ او همغږی به خپلو هځو ته دوام ورکړي.
همدا راز د غونډې په پای کې د عمومي تعلیماتو مرستیاله هما عمري، د کار او ټولنیزو چارو رییس شفیق الله ایوبي او یو شمیر نورو برخه والو په ټولنه کې د ماشومانو پر وضعیت او د ماشومانو پر تعلیم باندې اغیز ناکې خبرې وکړې.