غزني ولایت کې د کانکور آزموینې د نوماندانو د بایومیټریک لړۍ پیل شوه
د پوهنې وزارت، غزني: غزنی ولایت کې د کانکور آزموینې د نوماندانو د بایومیټریک لړۍ د پوهنې ریاست سرپرستې او تدریسي مرستیالې بي بي رعنا نجمي او د آزموینو ملي ادارې د یو شمیر چارواکو په شتون سره پیل شوه.
د پوهنې ریاست سرپرستې د کانکور آزمویني نوماندانو ته ډاډ ورکړ چې یاده آزموینه به په شفاف ډول واخیستل شي او د پوهنې ریاست، د آزموینو ملي ادارې سره په همغږۍ هڅه کوي چې هیڅ زده کوونکی د کانکور له آزموینې پاتې نه شی.
نوموړې له نوماندانو وغوښتل چې د هر ډول ستونزو په صورت کې د پوهنې ریاست له ټاکل شوي هئیت سره اړیکه ونیسي تر څو د دوی ستونزه حل کړي.
د یادونې وړ ده، چې سږنۍ کانکور آزموینې ته د ۱۳۹۹ کال ۸۷۴۷ فارغانو او ترڅنګ يې د تيرو کلونو د دولسم ټولګيو فارغانو هم نوم ليکنه کړې، چې ۳۵ سلنه یې نجونې دي.
