د پوهنې وزارت د مالي او حسابداري ریاست د رئیس په مشرۍ د یاد ریاست تخنیکي ټیم ننګرهار ولایت ته سفر وکړ
د پوهنې وزارت د مشرتابه په لارښوونه، د یاد وزارت د مالي او حسابداري ریاست د رئیس مفتي عزت الله نوري په مشرۍ د مالي ریاست تخنیکي ټیم د ننګرهار ولایت ته سفر وکړ.
هیئت په ننګرهار ولایت کې د ښوونکو د معاشاتو د تادیې په پروسه کې د موجودو ستونزو څېړنه وکړه، د پوهنې ریاست او ځینو بانکونو له مسئولینو سره یې د یادې ستونزې د حل په موخه تفصیلي بحثونه وکړل. په ننګرهار کې د موجودو دولتي او خصوصي بانکونو ظرفیتونه یې له نږدې وڅېړل او د پوهنې ریاست او بانکونو له مسئولینو سره یې خپلې سپارښتنې شریکې کړې .
