په ننګرهار ولایت کې د یوې لېسې نوې ودانۍ پرانيستل شوه
په ننګرهار ولایت بهسودو ولسوالۍ کې د ملکې حمیرا عالي لېسې نوې ودانۍ، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې پکې د ياد ولایت پوهنې ریاست پلاوي، علماوو، مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود، پرانیستل شوه.
ياده ودانۍ ۸ درسي ټولګي، ۴ درسي خونې له نورو اړینو ملحقاتو سره لري او په جوړېدو سره یې د دغې لېسې تر زرو زیاتو زده کوونکو ته د زده کړې مناسب چاپېریال برابر شو.
د يادې لېسې د ودانۍ لګښت ټول ټال 145000 امریکایي ډالره ؤ، چې د پوهنې په برخه کې د يوې همکارې مؤسسې له لوري ورکړل شوی. د ننګرهار پوهنې رئيس مفتي حبيب حضرت حقاني او د سيمې خلکو د ياد ښوونځي د نوې ودانۍ پر جوړېدو خوښي وښوده او له خلکو يې وغوښتل، تر څو خپل ماشومان ديني او عصري زده کړو ته وهڅوي.
