د کابل ښار اړوندو ښوونځیو سپورټي لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالیو پایلې اعلان شوې

media-moe
Thu, Jul 04 2024 12:39 PM
dfsa

د کابل ښار د ۳۳ ښوونځیو د سپورټي لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ چې د روان لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۱ مه نېټه د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست له خوا د حبیبیې لېسې په لوبغالي کې پیل شوې وې؛ نن د ګټونکې لوبډلې او نایب لوبډلو په اعلانولو سره پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو د پای په مراسمو کې د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو رئیس مولوي محمد رحيم ايوب، مسئولينو، د ښوونیزو ناحیو یو شمېر آمرینو، ښوونکو، زده کوونکو او لوبغاړو ګډون درلود.

د دغو سیالیو په پایله کې د اماني لېسې فوټبال لوبډلې لومړی مقام، د حبیبیې او عبدالقادر بیدل لېسو د فوټبال لوبډلو په ترتیب سره دویم او درېیم مقامونه خپل کړل؛ چې د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو رياست د مشرتابه له خوا د سياليو ګټونکو لوبډلو ته کپونه او سپورټي لباسونه ډالۍ شول.

Latest news

Wed, Jun 18 2025 2:52 PM
Background image

Meeting of Several Provincial Education Directors with the Acting Minister of Education

On behalf of others, the Education Directors of Kabul, Maidan Wardak, Bamyan, Kapisa, Ghazni, and Logar provinces met with the esteemed Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Acting Minister of. . .

Wed, Jun 11 2025 2:29 PM
Background image

Delegation from the Ministry of Education met with the Deputy Minister of Education of the Russian Federation

This meeting, held in the city of Kazan, included the Deputy Minister of Education of Russia, Andrey Korneev, who expressed his full readiness to cooperate with Afghanistan’s education. . .

BACK TO NEWS