د هېواد د سویل او سویل لویدیزو ولایتونو له پوهنې رئیسانو سره د "برید" سیسټم آنلاین لارښود غونډه جوړه شوه

media-moe
Mon, Sep 23 2024 10:15 AM
sdfghj
نن د پوهنې وزارت دولایتي چارو د انسجام لوی ریاست له لوري، د هېواد د سویل او سویل لویدیزو ولایتونو له پوهنې رئیسانو سره د سندونو برېښنایي کولو رسمي سیسټم (برید) آنلاین لارښود غونډه جوړه شوه.
په پیل کې د پوهنې وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس قاري سیف الله «آخندزاده» د یاد سیسټم ګټو ته په اشارې سره وویل: «برید» سیسټم له مرکز څخه ولایتونو او برعکس له ولایتونو مرکز ته د ټولو اسنادو، مکتوبونو او د پوهنې ریاستونو د کاري راپورونو د خوندي کولو، پر وخت استولو، روڼتیا تامینولو او د یاد وزارت د مراجعینو په کارونو کې د چټکتیا په موخه جوړ شوی دی.
ورپسې د پوهنې وزارت د ولایتي چارو د انسجام لوی ریاست تخنیکي کارکوونکو له خوا د ولایتونو پوهنې ریاستونو مسئولینو ته د یاد سیسټم د تخنیکي برخو په اړه معلومات وړاندې شول.
په ورته مهال د پوهنې ولایتي مسئولینو هم د «برید» سیسټم د کار د څرنګوالي په اړه پوښتنې وکړې، چې د کارپوهانو له خوا ورته مفصل ځوابونه ورکړل شول.

Latest news

Wed, Jun 18 2025 2:52 PM
Background image

Meeting of Several Provincial Education Directors with the Acting Minister of Education

On behalf of others, the Education Directors of Kabul, Maidan Wardak, Bamyan, Kapisa, Ghazni, and Logar provinces met with the esteemed Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Acting Minister of. . .

Wed, Jun 11 2025 2:29 PM
Background image

Delegation from the Ministry of Education met with the Deputy Minister of Education of the Russian Federation

This meeting, held in the city of Kazan, included the Deputy Minister of Education of Russia, Andrey Korneev, who expressed his full readiness to cooperate with Afghanistan’s education. . .

BACK TO NEWS