په هلمند ولایت کې د ۱۷۲ مېلیونه افغانیو په لګښت د ۹ بابه ښوونځیو د جوړېدو چارې پیل شوې

media-moe
Sat, Sep 28 2024 10:09 AM
sdfghj
د پوهنې وزارت مسئولین خبر ورکوي، چې د یو همکار بنسټ په ملاتړ به د هلمند ولایت په مارجې، ګرشک، باباجي، ناوې، خانشین، دیشو، بهرامچې، ګرمسیر او نهرسراج ولسوالیو کې یو - یو معیاري ښوونځی په پاخه او اساسي ډول جوړ کړي.
د يادو ښوونځيو د بنسټ ډبرې اېښودلو په مراسمو کې چې د همدې ولايت په مارجې ولسوالۍ کې جوړ شوي وو، د هلمند ولايت مقام د دفتر رئيس الحاج ملا عبدالرحمن حذيفه، د پوهنې رئيس الحاج مولوي محمد عوض انصاري او د سيمه ييزو ادارو يو شمېر مسئولينو ګډون درلود.
ويناوالو د ټولنې په اصلاح او د هېواد په پرمختګ کې د پوهنې پر ارزښت خبرې وکړې او له خلکو يې وغوښتل چې خپل ماشومان مدارسو او ښوونځيو ته د علومو د زده کړې لپاره واستوي.
له بلې خوا د سیمې خلکو هم په هېواد کې د ښوونیزو بنسټونو د پراختیا په ځانګړي ډول د هېواد په محرومو سیمو کې د پوهنې وزارت د هڅو ستاینه وکړه.

 

Latest news

Wed, Jun 18 2025 2:52 PM
Background image

Meeting of Several Provincial Education Directors with the Acting Minister of Education

On behalf of others, the Education Directors of Kabul, Maidan Wardak, Bamyan, Kapisa, Ghazni, and Logar provinces met with the esteemed Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Acting Minister of. . .

Wed, Jun 11 2025 2:29 PM
Background image

Delegation from the Ministry of Education met with the Deputy Minister of Education of the Russian Federation

This meeting, held in the city of Kazan, included the Deputy Minister of Education of Russia, Andrey Korneev, who expressed his full readiness to cooperate with Afghanistan’s education. . .

BACK TO NEWS