په خوست ولایت کې د ۲،۵ مېلیونه افغانیو په ارزښت د نور القرآن جومات او مدرسې بیارغونې چارې پیل شوې

media-moe
Thu, Nov 14 2024 9:09 AM
dsfs

د خوست ولایت په مته چینه سیمه کې د نور القرآن جومات او مدرسې ودانۍ، چې پخوا د بېلابېلو لاملونو له امله وېجاړه شوې وه او بیارغونې ته یې اړتیا وه، نن یې د بیارغونې چارې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د سرپرست الحاج خلیل الرحمن حقاني، د مرستیال والي الحاج مولوي محبوب شاه قانت، پوهنې رئیس مولوي فیض الله جمال حقاني او د سیمه ییزو ادارو د مسئولینو په ګډون په ۱۰ جرېب ځمکه کې پیل شوې.

دخوست ولايت پوهنې مسئولينو د څرګندونو له مخې: دغه مدرسه څه د پاسه د ۷۰۰ تنو او جومات یې په يو وخت کې د٢٠٠٠ تنو لمونځ کوونکو ظرفيت لري چې ددغو دوو بنسټونو دبيارغونې ټولیز لګښت ۲،۵ مېلیونه ډالر اټکل شوی او د یوې مرسته کوونکې ادارې له لوري تمویلېږي.

ویناوالو په خپلو خبرو کې د ښوونیزو بنسټونو او جوماتونو جوړول د ټولنې د اصلاح په برخه کې خورا ګټور او اغېزمن وبلل او د يادې مدرسې له مسئولینو یې وغوښتل تر څو په راتلونکي کې د ودانۍ او وسايلو ساتنې او ترميم ته جدي پاملرنه وکړي.

Latest news

Wed, Jun 11 2025 2:29 PM
Background image

Delegation from the Ministry of Education met with the Deputy Minister of Education of the Russian Federation

This meeting, held in the city of Kazan, included the Deputy Minister of Education of Russia, Andrey Korneev, who expressed his full readiness to cooperate with Afghanistan’s education. . .

Wed, Jun 11 2025 2:24 PM
Background image

Official Visit of the Ministry of Education Delegation Headed by the Deputy Minister from the Russian Federation

Alhaj Mawlawi Sakhawullah sayed, Deputy Minister of Education of the Ministry of Education, leading a high ranking delegation of the Islamic Emirate of Afghanistan, departed for the. . .

BACK TO NEWS