له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې ځینو خبرونو ته لنډه کتنه

بامیان
د بامیان ولایت پوهنې رهبري او چارواکو په حضور کې، د مرکز او شیبر ولسوالیو د سمیه ییزو زدهکړو ټولګیو اړوندو ښوونکو د ۴۱ خالي بستونو ډکولو په موخه، له ۹۳۰ تنو نوماندانو څخه رقابتي آزموینه واخیستل شوه.
پکتیکا
د پکتيکا ولايت د سروبي ولسوالۍ ولسونو په مرسته د يو مېليون افغانيو په لګښت، د انوارالعلوم العربيه مستوري ديني مدرسې جوړېدو چارې، د پوهنې رئيس مولوي عبدالوکيل خالد، علماءکرامو او د خلکو استازو په حضور کې پيل شوې.
کابل ښار
د کابل ښار د ښوونځیو ۴۰۰ تنو اداري کارکوونکو لپاره د احصایوي فورمو تشرېح او توضېح کولو سیمینار ترسره شو.
هرات
د هرات ولایت د ګذره او زیرکوه ولسوالیو د سیمه ایزو او تعلیمي شوراګانو ۱۰۰ تنو غړو لپاره په دوو روزنیزو پروګرامونو کې د وړتیا لوړولو سیمینار ترسره شو.