د کابل ښار دیني زدهکړو مرکزونو اړوندو منسوبینو لپاره د پوهاوي سیمینار پرانیستل شو

د کابل ښار پوهنې ریاست د مدارسو، دارالعلومونو او دارالحفاظونو ۱۲۰ تنو کارکوونکو لپاره یو ورځنی سیمینار جوړ کړ، چې بنسټیزه موخه یې د دیني زدهکړو منسوبینو د مسلکي وړتیاوو او مهارتونو په برخه کې پوهاوي کچې لوړول دي.
په یاده پرانیستغونډه کې د کابل ښار پوهنې رئیس محترم قاري عبدالباسط حقاني، د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي او یو شمېر آمرینو ګډون درلود.
د یادونې وړ ده چې د کابل ښار پوهنې ریاست د منسوبینو کاري مهارتونو لاپرمختګ لپاره ګڼ شمېر او اغېزمن پروګرامونه ترلاس لاندې لري، ترڅو په تعلیمي ادارو کې د مسلکي کولو او د چارو لاچټکولو پروسه نوره هم پیاوړې شي.