پکتیکا ولایت کې څه د پاسه ۲.۵ مېلیونه افغانیو په لګښت د یوې دیني مدرسې جوړولو چارې پیل شوې

media-moe
Tue, Jun 24 2025 11:19 AM
32

د "جامعة الطیبه" دیني مدرسې ودانیزې چارې، چې څه موده وړاندې د پکتیکا ولایت وازیخوا ولسوالۍ په اړوند کې د ۲.۵ مېلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې وې، اوسمهال د پوهنې ریاست مسئولینو، علماءکرامو، قومي مشرانو، استادانو او زده‌کوونکو په جضور کې پرانیستل شوې.

د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد د یادې مدرسې د پرانیستې په مراسمو کې وویل:

"د اسلامي امارت واک ته له رسېدو سره، په هېواد کې د زده‌کړې او روزنې بهیر خورا ښه شوی دی؛ د هغو کمیت او کیفیت ته ځانګړې پاملرنه شوې، د فساد، قومي او ژبنيو توپیرونو په بشپړه توګه مخه نیول شوې، اوس د دې وخت دی چې موږ او تاسو خپل ماشومان د دیني او عصري علومو په برخه کې وروزو، تر څو په راتلونکي کې زموږ د دین، هېواد او خلکو لپاره د بشپړ خدمت جوګه شي."

یاده مدرسه چې شاوخوا ۳۰ اداري او تدریسي خونې لري، د یوه علمي او ج.هادي شخص الحاج مولوي عبدالمالک سعید لخوا د شاوخوا ۶ جرېبه ځمکې په ساحه کې، د دوه نیم مېلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې ده.

د پوهنې وزارت مشرتابه د هېوادوالو په ځانګړي ډول د پکتیکا ولایت د اوسېدونکي حاجي صاحب عبدالمالک سعید له مادي او معنوي ملاتړ څخه مننه کوي.

Latest news

Wed, Jun 18 2025 2:52 PM
Background image

Meeting of Several Provincial Education Directors with the Acting Minister of Education

On behalf of others, the Education Directors of Kabul, Maidan Wardak, Bamyan, Kapisa, Ghazni, and Logar provinces met with the esteemed Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Acting Minister of. . .

Wed, Jun 11 2025 2:29 PM
Background image

Delegation from the Ministry of Education met with the Deputy Minister of Education of the Russian Federation

This meeting, held in the city of Kazan, included the Deputy Minister of Education of Russia, Andrey Korneev, who expressed his full readiness to cooperate with Afghanistan’s education. . .

BACK TO NEWS