د مرکز او ولایتونو پوهنې کړنو ته لنډه کتنه

کابل ښار
د کابل ښار پوهنې ریاست مسئولینو او مؤظفو پلاویو په حضور کې، د ۲۹۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي کچې تثبیت په موخه، ازموینه واخیستل شوه.
ټاکل شوې ده چې هغوی د رسمي ښوونځیو په یوولسم ټولګيو کې شامل شي.
کونړ
د کونړ ولایت مرکز اسد آباد عالي لېسې د والدینو شورا، یادې لېسې ته ۱۷ پایې د چت پکې وپېرلې، چې د چارواکو لخوا ترې مننه او قدرداني وشوه.
دایکنډي
د لوستلو او لیکلو مهارتونو تر زدهکړې وروسته، ۵۷ تنه د سوادزدهکړې ګډونوال، د دایکنډي ولایت په مرکز نیلي ښار کې د سوادزدهکړې تر ۹ میاشتنیو زدهکړو وروسته فارغ شول.
ننګرهار
د ننګرهار ولایت د ۲۳ ګونو ولسوالیو پوهنې آمریتونو اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا غړو لپاره یو علمي سیمینار ترسره شو.
لوګر
د لوګر ولایت مرکز پل علم ښار کمال خېل عالي لېسې د شورا په مرسته، په یاد ښوونځي کې د ۱۶۰۰۰ افغانیو په لګښت د اوبو رسولو سیسټم نصب او فعال شو.