په بلخ ولایت کې د امام بخاري(خیرالمدرس) مدرسې له رغنیزو چارو ارزونه وشوه

د بلخ ولایت پوهنې رئیس مفتي محمد شریف عثماني، د مزار شریف پوهنې آمر په ملتیا، د کیفیت ډاډمنولو او د کار ګړندي کولو لپاره په بلخ ولایت کې د امام بخاري(خیرالمدرس) مدرسې له چارو څخه لیدنه وکړه.
دغه مدرسه د ازبکستان هېواد په لګښت د مزار شریف نوي ښار کې په دوو پوړونو کې جوړېږي،چې یو پوړ یې بشپړ او دویم پوړ یې تر کار لاندې دی.
د دغې مدرسې له فعالیت وروسته به زرګونو ماشومانو ته د دیني علومو د زده کړې فرصت برابر شي.