په لغمان ولایت کې د تعلیمي مرکزونو کارکوونکو لپاره مسلکي سیمینار جوړ شو
«د ارزونې د اجراآتو لارښود، پلان جوړونې او راپور لیکنې» تر سرلیک لاندې د وړتیا لوړونې یو ورځنی مسلکي سیمینار، د لغمان ولایت مرکز کې د مسلکي پراختیا علمي غړو، مسئولینو، د ښوونځيو او مدارسو ۲۵۰ تنو اجرائیه مدیرانو لپاره پرانیستل شو.
د سیمینار په پیل کې د پوهنې مسؤلینو له ګډونوالو وغوښتل، چې د اداري کارونو په پرمخ بیولو کې روڼتیا ته پام وکړي او د اسلامي.ا. د احکامو او فرامینو په پلي کولو کې هڅاند واوسي.
ویناوالو زیاته کړه، چې د اداري اصولو مراعاتول، د نبوي (صلی الله علیه وسلم) له سیرت او سنت څخه پیروي او له مراجعينو سره نېک چلند او ښه اخلاق د ټولو مشترکه دنده ده.
