بدخشان ولایت کې د تعلیمي مرکزونو کارکوونکو لپاره مسلکي سیمینار جوړ شو
د بدخشان ولایت د تعلیمي مرکزونو مسئولینو او ښوونځیو مدیرانو او د پوهنې ریاست کارکوونکو لپاره د پلان جوړونې، راپور ورکولو د ارزونې کړنلاره او یو شمېر نورو اجراآتو په برخو کې د وړتیا لوړونې ۵ ورځني مسلکي سیمینار ترسره شو،
د یاد ولایت پوهنې مسئولینو وویل، د دغه پروګرام بنسټیزه موخه د منسوبینو د کاري ظرفیت پیاوړتیا او د اداري مهارتونو لوړول دي.
هغوی زیاته کړه، چې د پروګرامونو اغېزمن پلي کول او سالمه اداره اړتیا لري چې کارکوونکي د مقرراتو او د معیار سره سم کار کولو له طریقو څخه خبر شي.
هغوی همدارنګه وویل: "د مامورینو د چلند رعایت او د اداري مقرراتو پېژندنه، د خلکو لپاره د مؤثره او شفافو خدمتونو بنسټ دی او مونږ هڅه کوو، چې د پوهنې کارکوونکي د نوې اداري مدیریت او راپور ورکولو له معیارونو سره آشنا شي."
