په نورستان ولایت د دینی مدارسو لپاره د لیلیو ظرفیت له ۵۰ څخه ۲۰۰ تنو ته لوړ شو
د پوهنې وزارت له لوري د نورستان ولایت په ټولو ولسوالیو کې د ۵۰ کسیزه لیلیو ظرفیت ۲۰۰ تنو ته لوړ شوی او د لېرې پرتو سیمو د زدهکوونکو لپاره اړینې د اوسېدنې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي تاج محمد مطمئن، په وینا د لیلیو د پراختیا عملي کار پیل شوی، چې د ظرفیت په لوړولو سره یې د زدهکوونکو، په ځانګړي ډول د هغو کسانو لپاره چې له لېرې سیمو څخه راځي، د زدهکړو فرصتونه برابر شوي دي.
