په غور کې يو شمېر زدهکوونکو ته د کانکور چمتووالي برنامه پیل شوه
د غور ولایت تیوره ولسوالۍ اړوند ښوونځیو ۶۰ تنو زدهکوونکو لپاره د کانکور ازموینې لپاره د چمتووالي څلور میاشتنۍ وړیا ښوونیزه برنامه پیل شوه.
دغه برنامه د کانکور ازموینې لپاره د غوره چمتووالي د زمینې برابرولو، د زدهکوونکو د علمي کچې لوړولو او د هغوی د علمي وړتیاوو پیاوړتیا په موخه جوړه شوې ده.
د یاد پروګرام په ترڅ کې به ګډونوالو ته د کانکور د ښوونیز نصاب له مخې په منظم ډول زدهکړې ورکړل شي، څو د ښوونځیو د کلنیو ازموینو له پای ته رسېدو وروسته، د لا ډېر علمي چمتووالي او مهارتونو په لرلو سره د کانکور په ازموینه کې ګډون وکړي.
