ارزگان ولایت کې د تعلیمي مرکزونو جوړولو لپاره له ۱۲۰ جرېبه څخه زیاته ځمکه وقف شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۱:۵۵
25

ارزگان ولایت کې د مدارسو او ښوونځیو د ودانیو جوړولو او پراختیا په موخه، د روان ۱۴۰۴ لمریز کال له پیل څخه تر اوسه پورې، د ترینکوټ ښار او د دې ولایت د چنارتو، دهراوود، خاص ارزگان، ګیزاب او چورې ولسوالیو د معارف‌پالو اوسېدونکو له لوري له ۱۲۰ جرېبه څخه زیاته ځمکه پوهنې ته وقف شوې ده، چې ټولیز ارزښت یې ۱۱ میلیونه او ۴۳۶ زره افغانیو ته رسېږي.
د پوهنې وزارت رهبرۍ د ارزگان ولایت د علم‌دوستو اوسېدونکو څخه د هغوی د دیني او ملي احساس او د هېواد د ښوونیز نظام څخه د ملاتړ له امله مننه او قدرداني څرګنده او د هغوی دا نېک احساس یې د تعلیمي بنسټونو د پراختیا او د هېواد بچیانو لپاره د تعلیمي فرصتونو زیاتوالي په برخه کې حیاتي بللی دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۸:۴۹
Background image

آغاز ترمیم و بازساز ی یک مکتب در ولایت پکتیکا

کار ترمیم ۶ اتاق درسی قبلی و ساخت ۳ صنف درسی جدید،  مکتب متوسطه حضرت بلال (رضی‌الله‌عنه) در ولسوالی بکخیل ولایت پکتیکا به هزینه ۶۰۰ هزار افغانی از حمایت مالی مردم محل آغاز شد.

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۸:۴۷
Background image

د کابل ښار اړوندو ښوونکو د مسلکي وړتیا لوړونې غونډه پیل شوه

د کابل ښار د ښوونځیو ۲۰۳ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي ظرفیت لوړونې دوه ورځنۍ غونډه پیل شوه.
د کابل ښار د پوهنې رئیس محترم مولوي حسیب‌الله صاحبزاده په وینا، یاده غونډه د ښوونکو د مسلکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۸:۴۴
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ښوونځیو زده‌کوونکو ته د درسي توکو وېش لړۍ پیل شوه

د ننګرهار ولایت د ۲۲ ولسوالیو د ښوونځیو زده‌کوونکو ته د یوه ملاتړ کوونکي بنسټ په مالي مرسته د قرطاسیې او درسي مرستندویه توکو وېش لړۍ پیل شوه.
په دغو توکو کې د ښوونځي بکسونه، کتابچې،. . .

BACK TO NEWS