په ننګرهار ولایت کې د ښوونځیو زدهکوونکو ته د درسي توکو وېش لړۍ پیل شوه
د ننګرهار ولایت د ۲۲ ولسوالیو د ښوونځیو زدهکوونکو ته د یوه ملاتړ کوونکي بنسټ په مالي مرسته د قرطاسیې او درسي مرستندویه توکو وېش لړۍ پیل شوه.
په دغو توکو کې د ښوونځي بکسونه، کتابچې، قلمونه، رنګه او نور درسي توکي شامل دي.
