بامیان ولایت کې د څه کم ۱۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت یو شمېر تعلیمي مرکزونه ترمیم او بیارغول شوي
د بامیان ولایت پوهنې ریاست مسئولین وایي، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د سیغان او یکاولنګ نمبر ۱ ولسوالیو اړوند ۳۲ بابه مدارسو او ښوونځيو د ترمیم چارې او د ۳ بابه
نویو ښوونځیو ودانولو کارونه، د څه باندې ۱۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړ شوي دي.
همدارنګه، په همدې موده کې د پوهنې وزارت له لوري په دغه ولایت کې ۱۳۷ د سواد زدهکړې او حرفوي مهارتونو کورسونه، د تعلیمي بنسټونو ۳۴۸ شوراګانې، ۹۸ کتابتونونه او د دیني مدارسو لپاره درې بابه لیلیې هم فعالې شوې دي.
