بامیان ولایت کې څه د پاسه ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د سیمه ییزو زده‌کړو اړوند ۲۳ بابه ټولګيو بیارغونه پیل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۸ - ۱۵:۲۳
45

په بامیان ولایت کې د سیمه ییزو زده‌کړو اړوند ۲۳ بابه ټولګیو د ترمیم او ۱۵ بابه اړینو ملحقاتو جوړولو پروژه د ۶۱۰ زره ۹۲۹ افغانیو په لګښت، چې د ۹۰۰۰ ډالرو معادل دي، د یوې همکارې ادارې په مالي مرسته پیل شوه.

یاده پروژه چې د سیغان، شیبر ولسوالیو او مرکز په سیمو کې پلي کېږي، په ترڅ کې به یې د سیمه ییزو زده کړو زده‌کونکو لپاره غوره او سالم ښوونیز چاپېریال رامنځته شي.

د پوهنې وزارت د هغو ادارو د مادي او معنوي ملاتړ ستاینه کوي، چې د پوهنې سره همکاري کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۴۵
Background image

په بدخشان ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت شهر بزرگ ولسوالۍ اړوند صدیقي شهید لېسې د نوې ودانۍ  جوړولو چارې په رسمي ډول پیل شوې.
دغه پروژه د یادې ولسوالۍ د کره کلي علم‌پرور شخصیت عبدالقدوس د محمدشریف شریفي زوی، په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۴۲
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ښوونکو لپاره روزنیزې غونډې ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ له ۱۵۰ تنو څخه زیاتو د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو ښوونکو ته روزنیزې غونډې ترسره شوې.
د یاد ولایت پوهنې ریاست مسوولینو په وینا، دغه روزنیزې غونډې به د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۹:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز راپور

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د خپلو دیني،  روزنيزو او څارنيزو فعاليتونو د پیاوړتیا په موخه د تېرې اوونۍ په ترڅ کې بېلابېلې مهمې کړنې ترسره کړې، چې مهم موارد یې په لاندې ډول دي:
. . .

BACK TO NEWS