با کیفیته او معیاري معارف جدي او عملي اصلاحاتو ته اړتیا لري
د پوهنې وزارت، کابل: د پوهنې وزارت سرپرستې آغلې رنګینې حمیدي، په ملي شورا او په مشورتي لویه جرګه کې د نیمروز ولایت له یو شمیر استازو سره د پوهنې په وزارت کې وکتل.
د نیمروز ولایت د خلکو استازو پدې ناسته کې د درسي کتابونو د نشتوالي، د ښوونکو ګمارنې او ظرفیت جوړونې، د ښوونې او روزنې پیاوړتیا او د څښاک د پاکو اوبو د ستونزو په ګډون د پوهنې وضعیت د پرمختګونو او ننګونو په اړه د خبرو پرمهال د پوهنې وزارت له مشرتابه وغوښتل چې دا ستونزې حل کړي.
د پوهنې وزارت سرپرستې د نیمروز ولایت د استازو څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې ژر تر ژره به د یادو ننګونو د حل لپاره د پوهنې وزارت امکاناتو ته په پام کې نیولو سره خپله هڅه وکړي.
د پوهنې وزارت سرپرستې آغلې رنګینې حمیدي د پوهنې په وزارت کې د بنسټیزو او مسلکي اصلاحاتو پیل اعلان کړ او څرګنده یې کړه چې د اصلاحاتو د برنامو په پلي کولو سره به د ټولو لپاره په ځانګړي توګه د هیواد د محرومو سیمو د اوسیدونکو لپاره با کیفیته زده کړې چمتو شي. هغه د نیمروز ولایت پر استازو غږ وکړ چې د پوهاوي، ذهنیت او څارنې په برخه کې د پوهنې وزارت سره لا زیاته همکاري وکړي.