ترکیه غواړي د افغان ترک ښوونځیو تعلیمي بهیر ګړندی کړي

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۰/۷/۲۱ - ۱۴:۵۹

د پوهنې وزارت د دفتر مقام عمومي رییس محترم عبـ‌دالحــ‌کیم هـ‌مت آخند زاده د ترکیي د معارف د بنسټ له مشر ښاغلي صالح ساغر سره وکتل.

په دغه لیدنه کې دواړو خواوو د افغانستان او ترکیې هیواد د دوستۍ پر مخینه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: دواړه دوست او مسلمان هیوادونه به د اسلامي ارزښتونو په پام کې نیولو سره یو له بل سره همکاري او همغږي کوي.

ښاغلي ساغر وویل: موږ په افغانستان کې ۷۰۰۰ تنه زده کوونکي اود ۱۵۰۰ تنو په شاوخوا کې ښوونکي لرو، ښاغلي ساغر زیاته کړه موږ چې په هر هیواد کې خپل تعلیمي برنامې پلي کوو د هغه هیواد د پوهنې تر مستقیمې رهبرۍ لاندې یې سرته رسوو چې په افغانستان کې هم ورته عمل سرته رسوو.

ښاغلي ساغر څرګنده کړه کوم تغییرات چې اوس مهال په افغانستان کې راغلي موږ به د دغه تغییراتو او نوو کرنلارو سره ځانونه چمتو کوو او د مخکیني پروتوکول پر اساس غواړو چې دغه مکاتب په نړۍ کې لومړني او وتلي مکاتب وي او په دې لاره کې به دواړه لوري په ګډه کار کوو ترڅو دغه موخې ته ورسیږو او هیله مو دا ده چې موږ خپل فعالیتونو نورو ولایتونو لکه هلمند ته چې اوسمهال یې ښوونځی هم پیل شوي وغزوو. 

ښاغلي ساغر په افغانستان کې د دارالحفاظونو او مدارسو په جوړولو هم خبرې وکړې او وویل: دا موضوع به له خپلو مشرانو سره شریکه کړي.
هغه زیاته کړه: موږ غواړو چې د دې ترڅنګ د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په برخه کې هم پوهنې وزارت سره مرسته وکړو.

ورپسې محترم هــ‌مت د تعلیم په برخه کې د ترکيې هیواد له مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه: د افغان ترک ښوونځۍ زموږ په هیواد کې اوږده مخینه لري او موږ غواړو چې د کیفیت له پلوه مو تعلیمي نظام  له پخوا څو برابره پیاوړې کړو، ښاغلي همت وویل: موږ به په پخوانیو تفاهمنامو بیا ځلي کتنه وکړو او زموږ هیله د ځینو ګډو ارزښتونو په لحاظ د ترکیې هیواد څخه ډیره ده. 

 ښاغلي همت له راغلي هییت څخه وغوښتل چې د عصري علومو ترڅنګه دیني مظامینو ته هم جدي پاملرنه وکړي.

هغه راغلي هییت ته د پوهنې وزارت لخوا د هر راز مرستو ژمنه او ډاډ ورکړ او له راغلي پلاوي یې وغوښتل ترڅو د کارمندانو او ښوونکو د معاشاتو په اړه هم د پوهنې وزارت سره مرسته وکړي. 

په دغه غونډه کې د پوهنې وزارت د مقام دفتر د عمومي رییس ترڅنګ د ښوونې او روزنې د معینیت د دفتر رییس ښاغلي مـ‌ولوي عزیز احــ‌مد ریان او د نړیوالو اړیکو رییس محترم وحیدالله هاشمي هم ګډون کړی وو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۷ - ۹:۳۸
Background image

د پوهنې وزارت او ( I.H.H) خیریه بنسټ ترمنځ د افغان یتیمو ماشومانو  لپاره د تعلیمي کمپلیکس د جوړولو هوکړه لیک لاسلیک شو

(چهارشنبه،۱۴۴۴/۱/۱۹هـ.ق-۱۴۰۱/۵/۲۶هـ .ش)

د پوهنې وزارت او ( I.H.H) خیریه بنسټ ترمنځ د افغان یتیموماشومانو لپاره د یو ستر ښوونیز او روزنیز کمپلیکس د جوړولو هوکړه لیک د پوهنې وزارت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۱۲
Background image

د اسلامي امارت د پوهنې وزارت یو کلنو فعالیتونو او لاس ته راوړنو ته لنډه کتنه

د پوهنې وزارت د هیواد له مهمو او کلیدي وزارتونو څخه ګڼل کېږي، چې د هیواد  ټول ښوونیز او روزنیز نظام  د  همدې  وزارت  تر اشراف  او سرپرستي لاندې سنبالېږي.
د یاد وزارت په تشکیل کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۲۵ - ۷:۳۳
Background image

مطبوعاتي بلنلیک

کابل – افغانستان: ټاکل شوې ده، نن سه شنبه، د روان کال د زمري ٢٥مه، د لوړو زده کړو وزارت او پوهنې وزارت، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې په جلا جلا ډول خبري کنفرانسونه ولري، د. . .

BACK TO NEWS