دپوهنې وزارت  نوی سرپرست  وزیر د یاد وزارت مسئولینو او کارمندانو ته ور وپېژندل شو

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۳ - ۱۷:۱۵
https://moe.gov.af/ps/%D8%AF%D9%BE%D9%88%D9%87%D9%86%DB%90-%D9%88%D8%B2%D8%A7%D8%B1%D8%AA-%C2%A0%D9%86%D9%88%DB%8C-%D8%B3%D8%B1%D9%BE%D8%B1%D8%B3%D8%AA-%C2%A0%D9%88%D8%B2%DB%8C%D8%B1-%D8%AF-%DB%8C%D8%A7%D8%AF-%D9%88%D8%B2%D8%A7%D8%B1%D8%AA-%D9%85%D8%B3%D8%A6%D9%88%D9%84%DB%8C%D9%86%D9%88-%D8%A7%D9%88-%DA%A9%D8%A7%D8%B1%D9%85%D9%86%D8%AF%D8%A7%D9%86%D9%88-%D8%AA%D9%87-%D9%88%D8%B1-%D9%88%D9%BE%DB%90%DA%98%D9%86%D8%AF%D9%84-%D8%B4%D9%88

دپوهنې وزارت نوی سرپرست وزیر الحاج مولوي حبیب الله آغا د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې د یاد وزارت مسئولینو او کارمندانو ته ور پېژندل شو.
هغه مراسم چې په همدې مناسبت د پوهنې وزارت د کنفرانسونو په تالار کې جوړ شوي وو، د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شول. وروسته د چارو د ادارې د لوی ریاست رئیس شیخ مولوي نورالحق انور وینا وکړه. نوموړي په خپله وینا کې د پوهنې وزارت د مخکني  وزیر د خدمتونو ستاینه او مننه او نوي وزیر ته یې په ورسپارل شوي مسئولیت کې د توفیق او نصرت غوښتنه وکړه.
ورپسې د پوهنې وزارت مخکني سرپرست وزیر او د مرکزي دارالافتاء نوي عمومي رئیس شیخ مولوي نورالله منیر وینا وکړه، نوموړي هم په خپله وینا کې نوي وزیر صاحب ته د توفیق غوښتنه او دپوهنې وزارت مسئولینو او کارمندانو ته له نوموړي  سره د پوره همکاري او دهغه بشپړ اطاعت سپارښتنه وکړه .
وروسته د نوي وزیر صاحب لنډ ژوند لیک ولوستل شو او بیا په خپله وزیر صاحب وینا وکړه . نوموړي په خپله وینا کې نوی ورسپارل شوی مسئولیت خورا دروند وباله او دپوهنې وزارت له مسئولینو او کارمندانو څخه یې د بشپړې همکاري غوښتنه او د یاد مسئولیت د ورسپارلو له امله  یې د اسلامي امارت د مشرتابه له اعتماد څخه مننه وکړه.
غونډه د یاد وزارت د ښوونې او روزنې د معین الحاج مولوي سخاءالله سعید له لوري د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۵۲
Background image

د پوهنې محترم وزیر له لوري په بامیان ولایت کې ښوونیزه پروژه  پرانیستل شوه

د پوهنې محترم وزیرالحاج مولوي حبیب‌الله آغا، چې د رسمي سفر په ترڅ کې بامیان ولایت ته تللی، د پوهنې ملاتړه پروژه چې د یوه همکار بنسټ له لوري د ۶۶۶ زره او ۲۹۸ ډالرو په ارزښت تمویلېږي، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت له لوري د ګمارنې لارښود اعېزمن تطبیق په اړه پرلیکه ناسته ترسره شوه

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا، د سرچینو او ادارې معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، یو شمېر مرکزي او ولایتي رئیسانو او کارپوهانو په حضور کې، د ګمارنې لارښود اعېزمن. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۲
Background image

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس تخار ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي، چې د یو کاري سفر په ترڅ کې تخار ولایت ته تللی، د یاد ولایت له  پوهنې رئیس محترم مولوي محمد اسماعیل ابو احمد سره وکتل او خبرې یې. . .

BACK TO NEWS