دکاپيسا ولايت په مرکز کې د خلفاء راشدينو مدرسې د فارغانو د فضيلت پګړي تړلو غونډه جوړه شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۵ - ۹:۲۳
مراسم  دستار بندی فارغان مدرسه خلفای راشیدین در مرکز ولایت کاپیسا دایر گردید

د قرآن عظیم الشان حافظانو د فارغانو او د بخاري شريف د دورې د فارغانو د فراغت په مراسم کې د کاپیسا ولایت د مرکز محمود راقي د خلفاء راشدينو مدرسې زده کوونکو، په غونډه کي د پوهنې مسؤلینو سربېره، د بېلابېلو دولتي ادارو رئیسانو، یو شمېر علماو، قومي مخورو، د مدرسو زده کوونکو او د هغوی والدینو ګډون کړی وو.

د دې ولایت د پوهنې مسؤلینو په وینا؛ له دې مدرسې څخه ټول د قرآن کریم ۱۳ حافظان او د بخاري شريف د دورې ۱۳ تنه نور فارغ شول، چې د شاندارو مراسمو په ترڅ کې د فضيلت پګړي د مدرسین او علماوو کرام له خوا د فارغانو پر سر وټرل شوي ـ

په دې مراسمو کې د کاپیسا پوهنې رئیس مولوي الحافظ محمد فرید "جواد حقاني" او نورو ویناوالو حافظانو او فارغانو ته د مبارکۍ په ترڅ کې دوی ته د قرآن کریم فضائل، د تعلیم په ارزښت او اهمیت او په ځانګړې توګه د دیني علومو تر څنګ د عصري علومو تدریس او د ټولنې اصلاح په اړه خبرې وکړې ، او له والدینو یې وغوښتل؛  ترڅو خپل ماشومان ښوونځیو او مدارسو ته واستوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۵۲
Background image

د پوهنې محترم وزیر له لوري په بامیان ولایت کې ښوونیزه پروژه  پرانیستل شوه

د پوهنې محترم وزیرالحاج مولوي حبیب‌الله آغا، چې د رسمي سفر په ترڅ کې بامیان ولایت ته تللی، د پوهنې ملاتړه پروژه چې د یوه همکار بنسټ له لوري د ۶۶۶ زره او ۲۹۸ ډالرو په ارزښت تمویلېږي، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت له لوري د ګمارنې لارښود اعېزمن تطبیق په اړه پرلیکه ناسته ترسره شوه

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا، د سرچینو او ادارې معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، یو شمېر مرکزي او ولایتي رئیسانو او کارپوهانو په حضور کې، د ګمارنې لارښود اعېزمن. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۲
Background image

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس تخار ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي، چې د یو کاري سفر په ترڅ کې تخار ولایت ته تللی، د یاد ولایت له  پوهنې رئیس محترم مولوي محمد اسماعیل ابو احمد سره وکتل او خبرې یې. . .

BACK TO NEWS