د بدخشان ولایت په یوه ښوونځي کې د ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت نوې ودانۍ جوړېږي
د بدخشان ولایت کوهستان ولسوالۍ اړوند دره بید لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د پوهنې ریاست مسوولینو، علماءکرامو، قومي مخورو او د سیمې اوسېدونکو په حضور کې کېښودل شوه.
دغه ودانۍ به په یوه جریب ځمکه کې جوړه شي، چې شپږ درسي خونې او یو مرکزي دهلیز به ولري.
د ذکر شوې ودانۍ جوړولو ټولیز لګښت شاوخوا ۸۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی، چې د سیمې د اوسېدونکو له خوا به ورکړل شي.
د پوهنې مسوولینو د بنسټ ډبرې اېښودلو په مراسمو کې د خلکو د همکارۍ او د پوهنې د ملاتړ قدرداني وکړه او د دغه ښوونځي جوړول یې د معارف د پراختیا او د سیمې د ماشومانو لپاره د زدهکړې د زمینې برابرولو په برخه کې مهم ګام وباله.
