د بلخ له پوهنې ریاست څخه خبرونه
د مزارشريف ښار په خالد بن وليد ښارګوټي کې د تميم انصار (رح) مدرسې د نهو تنو فاضلانو فراغت د دغه ولايت د پوهنې د مسوولينو، علماوو او ګڼ شمېر خلکو په شتون کې ونمانځل شو.
ويناوالو د قرآني علومو د زده کړې پر اهميت او د هېواد په پرمختګ کې د دوديزو علومو پر ارزښت او د هېواد له ښوونيز نظام څخه د هغوى پر ملاتړ خبرې وکړې.
په نورو خبرونو کې
د بلخ ولایت د خالد ابن ولید د مدرسې د ۱۰ تنو فاضلانو او د قرانکریم د حافظانو فراغت د علماوو او ګڼ شمېر هېوادوالو په حضور کې ونمانځل شو.
د اسدیه دارالعلوم آمر مولوی امان الله امین امیر د کلماتو د قرانکریم د حفظ پر دینوي او اخروي ګټو او د اسلامی شریعت د احکامو په رواجولو او عملي کولو کې د علماوو د رول په باب خبرې وکړې.
همدارنګه
د بلخ ولایت د ښوونې او روزنې او د مالي او اداري چارو آمرینو مشورتي ناسته ترسره کړه، د یاد ریاست د یو شمېر اداري او تدریسي ستونزو په باب یې خبرې وکړې او د یادو ستونزو د حل په موخه یې لازمې پرېکړې وکړې.
د یوه خبر له مخې
څه موده وړاندې د دهدادي ولسوالۍ د پوهنې په آمریت کې د ماشومانو د حقونو تر عنوان لاندې اته ورځنى سيمينار جوړ شوی و، پای ته ورسید.
د دهدادي ولسوالۍ د پوهنې مسوولينو د سندونو د وېش پر مهال له ګډونوالو وغوښتل، چې د ياد شوي سيمينار له محتوا څخه په خپلو ورځنيو چارو کې ګټه واخلي.
همدارنګه:
د اکتید موسسې سیمه ییز دفتر د بلخ ولایت د پوهنې ریاست په مرسته د دې ولایت د دهدادي ولسوالۍ د ښوونځیو د ښوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې سیمینار جوړ کړ.
