د حج او اوقافو وزارت مسلکي معین د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو له معین سره وکتل

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۹:۵۷
65456

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین محترم الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده، په خپل کاري دفتر کې د حج او اوقافو وزارت له مسلکي معین محترم الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب سره وکتل.
په ياده لیدنه کې دواړو لوريو د هېواد د دیني او ښوونیزو چارو د لا ښه انسجام، متقابلې همکارۍ او ګډې همغږۍ پر اهمیت خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې د دواړو وزارتونو ترمنځ به د همکارۍ او همغږۍ اړیکې لا پراخې او پیاوړې شي.
د غونډې په پای کې دواړو لوريو د دیني او تعلیمي بنسټونو د پیاوړتیا، د قرآني علومو د ودې او د دیني خدمتونو د اغېزمنتیا لپاره د دوامدارې همغږۍ او ګډ کار پر دوام ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۰
Background image

په بلخ ولایت کې د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت د یوه ښوونځي بیارغونه ترسره شوه

د بلخ ولایت دولت‌اباد ولسوالۍ اړوند زادیان منځني ښوونځي د ترمیم او بیارغونې چارې د یوه همکار بنسټ په ملاتړ د یو میلیون او ۱۴۷ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
د یادو چارو له بشپړېدو سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۵:۵۴
Background image

د لوګر ولایت په یوه ښوونځي کې ۵ درسي ټولګي جوړ شول

د لوګر ولایت بره‌کي‌برک ولسوالۍ اړوند د چهل‌تن منځني ښوونځي لپاره ۵ نوي درسي ټولګي جوړ شوي دي.
د يادو ټولګیو جوړولو لپاره شاوخوا ۲۰۰ زره افغانۍ لګښت شوی، چې د ښوونځي مدیر، ښوونکو او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

په خوست ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره ۱۱پایې کمپیوټرونه وپېرل شول

د خوست ولایت مرکز اړوند « دازاد مېنې ښوونځي» د ښوونیزې شورا لخوا د یاد ښوونځي لپاره ۱۱ پایې کمپیوټرونه د ۲۵ زره افغانیو په لګښت وپېرل شول.

BACK TO NEWS