د خصوصي ښوونځيو د فيس په تړاو د پوهنې وزارت مطبوعاتي اعلاميه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۱ - ۱۵:۲۵
اعلامیه مطبوعاتی

نن له غرمې مخکې د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معين ډاکټر عطاالله واحديار او د خصوصي ښوونځيو د اتحاديې مشر محمد داٶد بابر شينواري په ګډون، د خصوصي ښوونځيو د فيس په تړاو د حکومت د رسنيو مرکز کې مطبوعاتي کنفرانس جوړ شو.

په پيل کې ډاکټر عطاالله واحديار وويل، د کرونا دريمه څپه د دې لامل شوه چې يو ځل بيا ټول تعليمي او تحصيلي بنسټونه رخصت شي، نو دا چې چنګاښ مياشتې کې د هيواد ټول خصوصي او دولتي(تعليمي او تحصيلي) بنسټونه رخصت وول، نو د خصوصي ښوونځيو ستونزو ته په کتو، لکه د ښوونکو او کارکوونکو د معاش ورکړه، داسې پريکړه وشوه، چې کورنۍ دې د چنګاښ مياشتې ۵۰ سلنه فيس ښوونځيو ته تحويل کړي.

د ښوونې او روزنې معين له خصوصي سکتور څخه د مننې ترڅنګ زياته کړ: خصوصي ښوونځيو ته د ماشومانو ليږل يو اختياري عمل دى نه اجباري او د ټولو دولتي ښوونيزو بنسټونو ور د ولس په مخ د تل په څير پرانيستىی دی، همداراز پوهنې وزارت ټول هيواد کې په انډول برابرو ښوونيزو چوپړتياو وړاندې کولو ته ژمن دى.

همداراز نوموړي زياته کړه، ښوونځى او مدرسه د خداى پيژندې ځاى دى او د جګړې له ښکيلو اړخونو هيله کوو چې ښوونځي د سنګر په توګه و نه کاروي، د ښوونځيو، زده کوونکو او ښوونکو خونديتوب ته پاملرنه ورکړي.

د ناستې په پاى کې عطاالله واحديار او د خصوصي ښوونځيو د اتحاديې رئيس د خبريالانو پوښتنې ځواب کړې.

هيره دې نه وي، چې اوس وخت کې په ټول هيواد کې ۳۰۰۰ خصوصي ښوونځي فعاليت لري او ټولټال ۶۵۰ زره زده کوونکي په کې په زده کړو بوخت دي او زموږ ۵۰ زره هيوادوالو ته دندې برابرې شوي، چې له دې ډلې نه ۳۵ زره يې ښوونکي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۴۸
Background image

داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه کوي، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د یاد وزارت د خدماتو ریاست  لپاره د ۱۱ قلمه قرطاسیه توکو پېرلو په پروژه کې ګډون وکړي.
غوښتونکي کولای شي،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۳۳
Background image

د پوهنې وزارت د تېرې اوونۍ کړنو ته لنډه کتنه

۱. غزني: د غزني ولایت پوهنې ریاست د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مرکز او زنه‌خان، ګیرو، اندړو او قره‌باغ ولسوالیو د ښوونځیو د مسوولینو او ښوونکو لپاره شپږ ورځنی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۲۵
Background image

په اروزګان ولایت کې ښوونکو او زده‌کوونکو ته د درسي مرستندویه توکو وېش پیل شو

په اروزګان ولایت کې ۵۵ زره او ۹۰۷ تنه زده‌کوونکو او ۱ زره، ۳۹۸ تنه ښوونکو ته قرطاسیه او درسي مرستندویه توکي ووېشل شول.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسوولينو په وینا، په دغو مرستو کې د زده. . .

BACK TO NEWS