د پوهنې وزارت د تېرې اوونۍ کړنو ته لنډه کتنه
۱. غزني: د غزني ولایت پوهنې ریاست د «اغېزمنې ښوونې او زدهکړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مرکز او زنهخان، ګیرو، اندړو او قرهباغ ولسوالیو د ښوونځیو د مسوولینو او ښوونکو لپاره شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل کړ.
۲. د پوهنې وزارت: د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو ریاست له لوري د کابل ښار او میدانوردګ ولایت د پوهنې ریاستونو ته لېږل شوي ۱۲۶ زره او ۶۶ ټوکه د صنفي اصولو اړوند نصاب کتابونه ښوونځیو ته ووېشل شول.
۳. بادغیس: د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د مرکز او آبکمري ولسوالۍ د ۱۳۰تنو ښوونکو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زدهکړې ترویج» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل کړ.
۴. لوګر: د محمدآغې ولسوالۍ د مغلخېل لېسې لپاره د پوهنې د ملاتړو شخصیتونو له لوري ۱۶۳ زره افغانۍ مرسته وشوه، چې پرې د نیمګړې ودانۍ لپاره ۲۵ لرګینې دروازې، ۳۹ کړکۍ، ۶۲ متره مربع فرشونه او ۱۴۲ متره فوم برابر او نصب شول.
۵. کابل ښار:د محمود هوتکي لېسې لپاره د ۲۰۰ متره ژورې څاه کیندلو او بیارغونې او د لسو تشنابونو جوړولو پروژه د ۵۳۰ زره افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
۶. لوګر: د محمدآغې ولسوالۍ د ۱۷ مدارسو او ښوونځیو د ۸۰۰ تنو زدهکوونکو ترمنځ د «اسلامي عقیده» کتاب له محتوا څخه علمي سیالۍ ترسره شوې.
۷. لوګر: د پلعلم ښار د ۲۰ بابه ښوونځیو ۸۰۰ تنو زدهکوونکو ته د پوهنې ریاست د څارندویانو لخوا د نشهیي توکو د زیانونو او اړوندو خطرونو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو.
۸. لوګر: د محمدآغې ولسوالۍ د محمدجان خان لېسې لپاره د محمد یحیی رحمانزي په مالي ملاتړ د ۸۰ زره افغانیو په لګښت د موټرسایکلونو او بایسکلونو د تم ځای لپاره سیوری جوړ شو.
۹. لوګر: د پلعلم ښار د جباري کلي د احرار لومړني ښوونځي لپاره د سیمهییزو اوسېدونکو په مالي مرسته د ۸۲ زره افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو یوه څاه وکیندل شوه.
۱۰. لوګر: د کمالخېل عالي لېسې ته د سیمې د اوسېدونکو لخوا ۹ سپینې تختې مرسته شوې.
۱۱. لوګر: د ازرې ولسوالۍ د انوارالعلوم دیني مدرسې د ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت کېښودل شوه.
۱۲. لوګر:د بېرته راستنو شويو ۷۵ تنو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
۱۳. پنجشېر: د یوه همکار بنسټ لخوا د ۱۷۶ زره او ۸۶۹ افغانیو په ارزښت ۳۱۸ کڅوړې درسي مرستندویه توکي د ولایت ښوونکو ته وسپارل شول.
۱۴. پنجشېر: د پوهنې وزارت د لومړنیو او ثانوي زدهکړو رئیس، مولوي سید موسی جان، د یوه پلاوي په مشرۍ پنجشېر ته سفر وکړ او د ولایت د پوهنې له رئیس سره یې وکتل.
۱۵. لغمان: د الینګار ولسوالۍ د «تريکلا» لومړنی ښوونځی د پوهنې وزارت له لوري منځني ښوونځي ته لوړ شو.
۱۶. بدخشان: د بدخشان ولایت د څلورو ولسوالیو ښوونځیو ته ۳۰۰ پایې مېزونه او څوکۍ ووېشل شوې.
۱۷. د پوهنې وزارت: د معیاري ازموینو پلاوي د ولایتونو د پوهنې له رئیسانو او د کابل ښار د پوهنې له ریاست سره انلاین غونډه ترسره کړه.
۱۸. په غونډه کې د اسلامي زدهکړو معین او د پوهنې وزارت سرپرست، الحاج مولوي کرامتالله آخندزاده، د یو شان او متمرکزو ازموینو په اړه معلومات وړاندې کړل او د بشپړې همکارۍ غوښتنه یې وکړه.
۱۹. ورپسې د کیفیت د تضمین معین، الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د معیاري، یو شان او متمرکزو ازموینو پر اهمیت خبرې وکړې.
۲۰. پکتیکا: د ۱۵۰ تنو دیني مدارسو د مهتممینو او ناظمینو لپاره ۱۲ ورځنی د مسلکي ظرفیت لوړونې ورکشاپ ترسره شو.
۲۱. لغمان: د الیشنګ ولسوالۍ په کنديمیل سیمه کې د تحسینالقرآن دیني مدرسې د ودانۍ جوړولو چارې د ۵۰۰ زره افغانیو په لومړني لګښت پیل شوې.
۲۲. بدخشان: د یاوان ولسوالۍ د یالور منځني ښوونځي د ترمیم او بیارغونې چارې د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت بشپړې او ښوونځی بېرته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
۲۳. کابل ښار: د کابل ښار د پوهنې ریاست د بېرته راستنو شويو ۳۳۰ تنو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
۲۴. جوزجان: د جوزجان ولایت پوهنې ریاست د ۶۷۵ تنو ښوونکو، د ښوونځیو مدیرانو او د ښوونیزو بنسټونو د شوراګانو غړو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې ورکشاپ پیل کړ.
