د خوست ولایت پوهنې ریاست د تېرو ۳ میاشتو لاسته راوړنو لنډیز

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۲:۱۱
6625

۱. د یوې خیریه ادارې په ملاتړ د اسماعیل‌خېل مندوزي ولسوالۍ کې د ۵۵۰ زره افغانیو په لګښت ۸ درسي ټولګي جوړ شوي دي.

۲. د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ ۳۹۰ تنو ښوونکو ته د «اغېزمن تدریس او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې روزنیز ورکشاپونه ترسره شوي دي.

۳. د یوې کلتوري ادارې له لوري ۱۰۰ تنو ښوونکو ته د فکري روزنې په اړه سیمینار جوړ شوی دی.

۴. د خوست ولایت د مرکز په ګډون د ټولو ولسوالیو د مسلکي پراختیا غړو او د ښوونځیو آمرینو ته د اغېزمنو زده‌کړو ترویج په برخه کې ۹ ورځنی سیمینار ترسره شوی دی.

۵. د پوهنې ریاست د ساینس مدیریت له لوري ۱۴۰ تنو د ساینسي مضمونونو ښوونکو ته سیمینار جوړ شوی دی.

۶. د یوې همکارې ادارې له لوري په ۳ ولسوالیو کې د ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د ترمیمي پروژو چارې روانې دي.

۷. له ۱۵۰ تنو م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه اخیستل شوې ده.

۸. د یوې همکارې ادارې له لوري د درېیم ټولګي لپاره ۲۰ تقویتي درسونه وړاندې شوي دي.

۹. د ۱۰ بابه ښوونځیو ترمیم لپاره چې ارزښت یې ۳۰۰ زره امریکایي ډالره دی، د سروې چارې روانې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۴:۵۶
Background image

پکتیا ولایت کې د ۴۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د درسي توکو وېش بهیر پای ته ورسېد

د پکتیا ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي وايي:" د یوه همکار بنسټ په مرسته د ۴۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د زده‌کوونکو لپاره د ٥٦٦٧ کڅوړو درسي وسایلو، د ښوونکو لپاره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۴:۳۸
Background image

د پوهنې وزارت په اسلامي زده‌کړو معینیت کې د توضیحي غونډه ترسره شوه

د پوهنې وزارت اسلامي زده‌کړو معینیت کارکوونکو لپاره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د وروستي فرمان په تړاو توضیحي غونډه ترسره شوه.
په یاده غونډه کې د اسلامي زده‌کړو معینیت د استعدادونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۴:۳۰
Background image

د پکتیکا ولایت د یوه ښوونځي لپاره د اوبو رسولو سیسټم نصب شو

د پکتیکا ولایت شخېل‌اباد ولسوالۍ اړوند کاکابابا لومړني ښوونځي لپاره د څه باندې ۲۵ زره افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو سیسټم جوړ او نصب شو.
د ياد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل. . .

BACK TO NEWS