د زابل پوهنې ریاست د ولسونو سره د ۱۳۹۸ کال لاسته راوړنې شریکې کړې

media-moe
شنبه ۱۳۹۸/۸/۲۵ - ۱۲:۱۵
د زابل پوهنې ریاست د ولسونو سره د ۱۳۹۸ کال لاسته راوړنې شریکې کړې

د پوهنې وزارت_زابل: د زابل ولایت مقام کې د زابل والي په شمول د بېلابېلو ادارو مسولینو د ولسي ملاتړ په نوم غونډه کې د قومي مشرانو، مدني فعالینو، ځوانانو او رسنیو سره د ۱۳۹۸ کال لاسته راوړنې او فعالیتونه شریک کړل.
د زابل د پوهنې ریس نصرالله زاهد د پوهنې ریاست د فعالیتونو او لاسته راوړنو مالومات له ګډونوالو سره شریک کړل، وه یې ویل د زابل پوهنې ریاست په بېلابېلو برخو کې پرمختګونه کړي او لا هم ژمن دی چې نور مثبت تغیر راولي.
د پوهنې رییس زیاته کړه : چې وروسته له ۱۸ کالو موږ توانيدلي يو چې د زابل په ټولو ولسوالیو کې د زده کونکو پرمخ ښونځی پرانيزو.
د پو هنې ریس وایی په مرکز او ټولولسوالیو کې ۱۹۲ ښوونځي دا مهال فعال دي.
دمراسمو په دویمه برخه کې د ماشومانو په اړه د زده کوونکو ترمنځ د مقالو او شعر ویلو مسابقه ترسره شوه، چې دخوا او شا ۶۰ تنو زده کوونکو له منځه شلو تنو غوره شویو زده کوونکو خپل شعرونه او مقالې ولوستې چې د ټاکل شوي پلاوي له لورې یې تر منځه پینځه شعرونه غوره او ویونکو ته یې برابرې شوې ځآنګړې ډالۍ او همدارنګه شلو واړو زده کوونکو ته سوغاتونه ورکول شول.
دمراسمو په اوږدو کې دبي بي عایشې صدیقې او چکنورویو لېسو زده کوونکو په زړه پورې ترانې هم وړاندې کړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین د کابل ښار له عبدالهادي داوي لېسې څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني د تخنیکي ټیم په ملتیا د کابل ښار نهمې ښوونیزې ناحیې اړوند له عبدالهادي داوي عالي لېسې څخه څارنه وکړه.
په یاده لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د یوې نوې مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غزني ولایت مقر ولسوالۍ اړوند د «نجم المدارس دیني مدرسې» د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یوې غونډې په ترڅ کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ چې د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۲۶
Background image

په زابل ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند د «علي‌داد» لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په وقف شوې ۲ جرېبه ځمکه کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د خلکو. . .

BACK TO NEWS