د سرپل ولایت پوهنې ریاست څه د پاسه ۳۰۰ کسانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۱:۵۶
سشزظط

د سرپل ولایت پوهنې ریاست، د هېواد بچیانو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له شاوخوا ۳۰۰ تنو م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د یاد ولایت پوهنې مسئولینو په وینا؛ دغه داوطلبان چې د ج/هادي فعالیتونو د بوختیاوو له امله د زده‌کړو له بهیر څخه پاتې شوي وو، اوس د تعلیمي فرصتونو په برابرېدو سره کولای شي، خپلې زده کړې بشپړې کړي.
هغوی زیاته کړه چې پلان شته، د دې پروسې داوطلبان د هغوی د تعلیمي کچې له مخې د ښوونځیو له اووم څخه تر دولسم ټولګیو پورې شامل شي.
له دې وړاندې هم یاد ریاست له سلګونو م/جاهدینو او هغو کډوالو څخه چې بېرته هېواد ته راستانه شوي دي، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه اخیستې وه او هغوی د خپلې تعلیمي کچې له مخې د زده کړو د دوام لپاره اړوندو ښوونځیو ته ورپېژندل شوي وو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې یو ښوونځی ترميم شو

د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند سقاؤه لومړني ښوونځي د ترمیم چارې، چې څه موده وړاندې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شوې وې، د ۵۶ زره او ۵۰۰ افغانیو په لګښت بشپړې شوې.
یاد ښوونځی د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۳:۱۲
Background image

د پوهنې وزارت د علمي څېړنو او تدارکاتو نوي رئیسان رسماً معرفي شول

د پوهنې وزارت په وړاندیز او د ریاست‌الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ، د ياد وزارت د تدارکاتو پخوانی رئیس محترم مولوي عبدالوکیل مدني، د علمي څېړنو ریاست د نوي رئیس او د علمي څېړنو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۵:۳۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې یوه ښوونځي لپاره مېزونه او څوکۍ وپېرل شوې

د میدان وردګ ولایت جلریز ولسوالۍ اړوند امام باقر لېسې لپاره د یاد ښوونځي د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۰۰ زره افغانیو په لګښت د زده‌کوونکو لپاره مېزونه او څوکۍ پېرل شوې دي.

BACK TO NEWS