د سولې نړیوالې ورځې په ویاړجوړې شوې انځوریزې سیالۍ کې د بي بي حوا او بي بي مریم لېسو لومړی او دویم مقام تر لاسه کړ
د پوهنې وزارت_ننګرهار: د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست اړوند د ښوونځیو زده کوونکو د سولې نړیوالې ورځې په ویاړجوړې شوې انځوریزې سیالۍ کې لومړی او دویم مقام تر لاسه کړ!
دا سیالي د سولې نړیوالې ورځې د نمانځنې په ویاړ د ښځو د پیاوړتیا او مشارکت ادارې (پرموټ) له لورې د پوهنې ریاست اړوند دپینځو (بي بي حوا، بي بي مریم، الایي، بي بي عایشې او ملکه ثریا لېسو زده کوونکو او د ننګرهار، التقوا او الفلاح خصوصي پوهنتونونو د ادبیاتو او ژورنالیزم پوهنځیو د زده کړیالانو ترمنځ تر سره شوه په پایله کې د بي بي حوا عالي لېسې زده کوونکو لومړی، د بي بي مریم لېسې زده کوونکو دویم او د الفلاح پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځۍ زده کړیالانو دریم مقام تر لاسه کړ.
په دې مراسمو کې د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال استاد اول ګل ابوذاهد په خپلو خبرو کې له پروموټ ادارې نه د دې سیالیو د ترسره کولو له امله مننه وکړه او دا یې د زده کوونکو د استعدادونو په غوړولو کې اغیزناکې وبللې. نوموړي وویل د هر هغه اقدام ستاینه او ملاتړ کوي چې تر مخه یې د زده کوونکو استعدادونه او وړتیاوې غوړیږي او د هغوې د ذهنې ودې د پرمختګ سبب ګرځي.
د پرموټ ادارې مشرې میرمن مریم ذاهد د یادې سیالۍ او د میرمنو د پیاوړتیا لپاره یې د خپلې اړوندې ادارې پر فعالیتونو رڼا واچوله.
د مراسموپه پاې کې ګټونکو زده کوونکو ته ډالۍ ورکول شوې.