د سید جمال‌الدین افغان نمونوي لېسه به په نږدې راتلونکي کې پرانیستل شي

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۱۱:۳۱
شسطظپط

د پوهنې وزارت له لوري به ډېر ژر په کابل ښار کې د ممتازو زده‌کوونکو لپاره د سید جمال‌الدین افغان په نوم نوې نمونوي لېسه پرانیستل شي.

یاده لېسه په معیاري زده‌کړو او ټولو عصري امکاناتو سره سمباله ده، د هېواد د مرکز په شمول د ټولو لېرې پرتو او محرومو سیمو د مستعدو او ممتازه زده‌کوونکو د ښوونې او روزنې لپاره ځانګړې شوې ده، چې د اړوندو سیمو څخه به د اووم، اتم او نهم ټولګیو مستعد زده‌کوونکي د یادې لېسې په لسم ټولګي کې جذب کړي.

د پوهنې وزارت چارواکي وايي: دغه لېسه به په ټولو عصري تجهیزاتو سمبال درسي ټولګي، کمپیوټرلب، لابراتوار، کتابتون، مجهزه لیلیه، خوړنځی او ازاد شین چاپېریال ولري، چې تدریسي بهیر به یې د تجربه‌لرونکو او لوړ علمي کادر استادانو له خوا پر مخ وړل کېږي.

هغوی زیاته کړه چې زده‌کوونکو ته به د پوهنیز نصاب تر څنګ د ساینس او اسلامي زده‌کړو په برخو کې ځانګړي تدریسي پروګرامونه هم وړاندې شي، ترڅو هغوی د راتلونکي لپاره په لا ښه ډول چمتو شي.

د یادونې وړ ده چې اوس‌مهال په سیدجمال‌الدین افغان نمونوي لېسه کې ۲۰۰ تنه زده‌کوونکي جذب شوي او تمه ده چې دغه شمېر به ډېر ژر ۶۰۰ تنو ته لوړ شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۵۳
Background image

په کندوز کې یو ښوونځي ته دوه جریبه ځمکه ډالۍ شوه

د کندوز ولایت د خان‌آباد ولسوالۍ معارف دوستو اوسېدونکو، د حاجي دراني لومړني ښوونځي ته دوه جریبه ځمکه ډالۍ کړې، چې ارزښت یې شاوخوا یو میلیون او ۲۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی دی.
د ياد ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۶
Background image

په بدخشان کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د بدخشان ولایت خواهان ولسوالۍ اړوند په سنګاب کلي کې د دارالقرآن والسنة مدرسې نوې ودانۍ د پوهنې مسوولینو او قومي مشرانو په حضور کې افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده ودانۍ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۵
Background image

په پنجشېر کې زده‌کوونکو ته د ماینونو او ناچاوده توکو د خطرونو په اړه د پوهاوي برنامه جوړه شوه

د پنجشېر ولایت رخه ولسوالۍ اړوند مرکزي لېسې ۱۵۰ تنو زده‌کوونکو ته د ماینونو او ناچاوده توکو د خطرونو په اړه د پوهاوي پروګرام جوړ شو.
په دغه پروګرام کې زده‌کوونکو ته د ماینونو او ناچاوده. . .

BACK TO NEWS