د شمال زون اړوندو ولایتونو له پوهنې مسوولینو سره د پوهنې وزارت مشرتابه علمي او مشورتي ناسته ترسره شوه
د پوهنې وزارت د اسلامي زدهکړو معین الحاج مولوي کرامتالله آخندزاده او مالي او اداري معین الحاج مولوي صبغتالله وصیل، د وزارت د یو شمېر مرکزي رئیسانو په ملتیا، د بلخ ولایت پوهنې ریاست په تالار کې د شمال زون اړوندو ولایتونو له پوهنې مسوولینو او علماءکرامو سره په علمي او مشورتي ناسته کې په داسې حال کې چې د بلخ د ولایتي ادارې ځینو مسوولینو هم برخه درلوده، ګډون وکړ.
په یاده ناسته کې د دیني مدارسو د ښوونیز وضعیت ښه والي، د مدارسو د مسوولینو او مدرسینو د دندو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
د اسلامي زدهکړو معین د دغې ناستې اساسي موخه د دیني مدارسو د ښوونیز وضعیت لاښه والي په موخه مشوره او د نظرونو تبادله وبلله او د ۱۰۰ زره بستونو منظورول، په هر ولایت کې د زرکسیزو مدارسو جوړول، په هره ولسوالۍ کې د ۵۰ کسیزو مدارسو رامنځته کول، په ټول هېواد کې د ۲۲ زره او ۸۷۵ بابه دیني مدارسو تأسیس او د ښوونځیو او مدارسو لپاره د واحد ښوونیز نصاب چاپ یې د پوهنې وزارت مهمې لاستهراوړنې یادې کړې.
ورپسې، د پوهنې وزارت مالي او اداري معین د دیني مدارسو د نظم د ټینګښت په اړه خبرې وکړې او د نبوي احادیثو په استناد یې د علم پر ارزښت او د نظم پر مراعاتولو ټینګار وکړ.
د ناستې په پای کې یو شمېر رئیسانو او علماءکرامو هم د موضوعاتو په اړه خپل نظرونه شریک او په پای کې غونډه د وزارت مقام د ستر سلاکار مولوي عبدالقیوم آغا (پاچاه صاحب) له لوري په مبارکې دعائیې سره پای ته ورسېده.
