د قرآن کریم د حفظ او حسن قرائت "نجم القرآن" سیالیو ممتاز حافظان وستایل شول

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۹ - ۱۰:۲۷
y

نن په کابل کې د "نجم القرآن" په نامه د قرآن کریم د حفظ او حسن قرآئت سیالیو د ممتازو زده کوونکو ستاینغونډه ترسره شوه. په یاده ستاینغونډه کې، د ا.ا.ا. د چارو ادارې لوی رئیس شیخ نورالحق انور ،د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده، د کيفيت تضمين معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د مرکزي ادارو يو شمېر رئيسانو، جیدو علماء کرامو، د مدارسو او دارالحفاظونو مسئولینو، استادانو او زده کوونکو ګډون درلود. غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه او ورپسې د یادو سیالیو د داورانو له ډلې څخه يو تن قاري مبين شاه د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو د معينيت په استازيتوب راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووايه او د "نجم القرآن" سیالیو په اړه يې معلومات ورکړل او ويې ويل: شاوخوا يوه نيمه مياشت وړاندې د هېواد د شپږو ولايتونو (ميدان وردګ، لوګر، کاپيسا، پنجشېر پروان، کابل او کابل ښار) د ديني مدارسو او دارالحفاظونو د زده کوونکو ترمنځ د "نجم القرآن" تر نامه لاندې د قرآن کريم د حفظ او حسن قرائت سيالۍ په لاره واچول شوې، چې د یادو سیالیو له دقیقې ارزونې وروسته ۱۴ تتو حافظانو وروستي پړاو ته لاره ومونده. نوموړي زیاته کړه، چې د دغو سیالیو په وروستي پړاو کې د قرآن کریم د حسن قرائت په برخه کې د میدان وردګ ولایت د دیني مدرسې څخه قاري سید اکبر د میر حسین زوی لومړی مقام، د بدخشان ولايت څخه قاري عبدالرقیق د جوره زوی او د کاپيسا ولايت څخه نېکزاد د عتيق الله زوى په ترتیب سره دویم او درېیم مقامونه ترلاسه کړل. همدارنګه د قرآن کریم د حفظ په برخه کې د پنجشېر ولایت څخه قاري محمد ابراهیم د سید اکبر زوی، د کابل ولایت څخه قاري عبدالوارث د ګل الرحمن زوی او قاري محمد یاسر د عبدالجبار زوی لومړی، دویم او درېیم مقامونه خپل کړل. ورپسې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین په دغو سیالیو کې بریالیو زده کوونکو ته مبارکي وویله او د هېواد د ماشومانو په سالمه روزنه یې ټینګار وکړ، نوموړي څرګنده کړه: زموږ لويه موخه داده، چې د هېواد هربچی په بشپړه قرآني پوهه سمبال کړو او دې موخې ته درسېدلو لپاره هغوی ته بايد د قرآن لفظ او معنی دواړه ور وښودل شي او په دې سره دا ټولنه يوې مستقيمې لارې ته رهبري کړو. په دې ستاینغونډه کې د یاد وزارت د کیفیت تضمین معین هم د خپلو ارزښتناکو خبرو په ترڅ کې د ټولنې د خلکو په وړاندې د علماوو او حافظانو دیني مسئولیتونو ته په اشارې سره وویل: ټولو مؤمنانو په ځانګړي ډول قاري صاحبانو ته مې توصيه داده، چې د بشپړې قرآني زده کړې لپاره قرآن کريم په لفظ او معنا دواړو زده کړي؛ تر څو راتلونکي نسلونه مو د قرآن کريم له واقعي پيغام څخه خبر او ټولنه مو دنيوي او اخروي برياوو ته سوق شي. د مراسمو په پای کې د پوهنې وزارت د مشرتابه له لوري ممتاز حافظان او د یادو سیالیو ګټونکي په نقدي ډالیو او ستاینلیکونو وویاړل شول. غونډه د هېواد لپاره د خیر او د ښوونیز نظام لپاره د بریالیتوبونو په دعائیې سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۲:۴۴
Background image

پکتیکا ولایت کې د څه باندې ۴۶۰ زره افغانیو په لګښت د یو شمېر ښوونځیو لپاره لابراتوار خونې جوړې شوې

د پکتیکا ولایت د زیړوک، اومنه ارګون او یوسف خېل ولسوالیو څلورو لېسو لپاره د پوهنې له بودیجې څخه د ۴۶۶ زره ۴۹۵ افغانیو په لګښت مجهزې لابراتوار خونې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۲:۲۷
Background image

په دایکنډي ولایت کې د یو باب ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د دایکنډي ولایت شهران ولسوالۍ اړوند د مملوق لېسې د ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره، چې د وه نیم جرېبه ځمکه یې د دوه مېلیونه افغانیو په لګښت د یادې ولسوالۍ د خلکو لخوا د همدغې لېسې جوړولو لپاره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۲:۱۶
Background image

د مرکز او ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه

- کابل:
د کابل ولایت پوهنې ریاست کارکوونکو او مسئولینو لپاره (د راپور لیکلو او آنلاین راپور ورکولو) په نوم یو ورکشاپ پرانیستل شو، چې څلور ورځې به دوام وکړي.

- پکتیا:
د پکتیا ولایت د. . .

BACK TO NEWS