د لوګر ولایت د ۴۷ ښوونځيو  ۱۲۷ ښوونکي ته د وړتیا لوړونې لس ورځني روزنیز سیمینار پای ته ورسیدو

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۵ - ۱۵:۱۰
برنامه آموزشی ارتقای ظرفیت ۴۷ تن معلم ۱۲۷ مکتب درولایت لوگر پایان یافت.

د يادې روزنې په اختتاميه غونډه کې،چې د محمدآغې د هلکانو په عالي لېسه کې جوړه شوې وه د پوهنې رئيس مولوي جنت ګل عزيز او مرستیالانو یې ګډون کړی وو.
دا ښوونکي د پوهنې رياست د کاري پلان له مخې، د ساينس او ښوونيزې ټکنالوژۍ مديريت روزلي دي، چې د متوسطې او لېسې دورو د کيميا،فزيک،بيولوژي،ساينس او رياضي مضمونونو ښوونکي دي.

ياد ښوونکي، د نوموړو مضمونونو د تدريس د نوېو لارچارو او تجربو په برخه کې روزل شوي ، څو د دوى علمي او مسلکي سويه لوړه او هم زده کوونکو ته د عملي تدريس زمينه برابره کړي. 

د لوګر د پوهنې رياست د تېرو ۳ مياشتو په موده کې، د  ۱۶۷ ښوونځيو ۳۸۲ ښوونکو ته، چې د فزيک، کيميا، بيولوژي، ساينس او رياضي مضمونونو ښوونکي دي د ظرفيت لوړونې په برخه کې روزلي دي. 
دغه راز د راتلونکي نوي ښوونيز په لومړيو کې به ۱۶۹ نور ښوونکي هم، چې ۸۰ د څرخ، ۵۰ د ازرې او ۳۰ د خروار ولسواليو ښوونکي دي د ظرفيت لوړونې په برخه کې به وروزل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۱۴
Background image

په زابل ولایت کې د یو باب مکتب جوړولو لپاره لس جریبه ځمکه وقف شوه

د زابل ولایت په شملزو ولسوالۍ کې د حضرت عمر فاروق (رضی‌الله‌عنه) په نوم د ښوونځي نوې ودانۍ  بنسټ ډبره پر هغه ځمکه کېښودل شوه، چې د همدې ولسوالۍ اوسېدونکو پوهنې ریاست ته ډالۍ کړې ده.
یاد. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۱۰
Background image

پکتیکا ولایت کې د یوې مدرسې  لپاره یو محراب جومات جوړېږي

د سیمې د خلکو له لوري، د پکتیکا ولایت په وزي ځدراڼ ولسوالۍ کې د نورالعلوم دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات د۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي، چې د جوړولو چارې یې تر پنځوس سلنه پورې بشپړې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۵
Background image

په لوګر ولایت کې یو باب ښوونځي لپاره د لمریزې برېښنا او اوبو رسولو سیسټمونه فعال شول

د لوګر ولایت محمدآغې ولسوالۍ اړوند آببازک منځني ښوونځي لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم او د څښاک پاکو اوبو رسولو شبکه نصب او فعاله شوه، چې شاوخوا ۴۳ زره او ۵۰۰ افغانۍ لګښت پرې راغلی او یاد. . .

BACK TO NEWS