د لوګر ولایت په یو ښوونځي کې د برېښنا او څښاک پاکو اوبو اسانتیاوې برابرې شوې

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۴
212

د لوګر ولایت محمدآغې ولسوالۍ اړوند د جرنیل هلکانو په لېسه کې د لمریزې برېښنا او اوبو رسولو سیسټمونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
یاد سیسټمونه چې شاوخوا ۴۰ زره افغانۍ لګښت پرې راغلی، د یو خیریه بنسټ په مالي ملاتړ فعال شول، چې پکې شپږ تختې لمریز پینلونه، د ۳ کیلوواټه ظرفیت لرونکې برېښنا او د اوبو منظم رسولو سیسټمونه شامل دي.
د دغو اسانتیاوو په برابرېدو سره به د یادې لېسې زده‌کوونکي د برېښنا او د څښاک پاکو اوبو له غوره اسانتیاوو څخه برخمن او د زده‌کړو بهیر به یې لا ښه او اسانه شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴
Background image

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی رئیس بادغیس ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو د لوی رئیس محترم الحاج مولوي جنت‌ګل عزیز په مشرۍ پلاوي بادغیس ولایت ته رسمي سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له رئیس محترم الحاج مولوي محب‌الله احسان او د پوهنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۱
Background image

په بغلان کې ۶۷۵ تنو ښوونکو، آمرینو، سرښوونکو او د ښوونیزو شوراګانو غړو ته د وړتیا لوړونې برنامې جوړې شوې

د ۱۴۰۵ ښوونیز کال له پیله تر دې دمه، د بغلان ولایت په کچه د مسلکي وړتیاوو لوړولو او د ښوونیز بهیر د کیفیت ښه والي په موخه بېلابېل روزنیز پروګرامونه او د مسلکي ودې ورکشاپونه جوړ شوي دي،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۵
Background image

په کندز کې یوه ښوونځي ته د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت ځمکه وقف شوه

د کندز ولایت چهاردرې ولسوالۍ اړوند شهید مولوي نجم‌الدین لومړني ښوونځي ته د سیمې معارف دوسته خلکو له لوري د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت یوه ټوټه ځمکه وقف او ورکړل شوه.
د کندز پوهنې رئیس. . .

BACK TO NEWS